د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په یوه مرکه کې ویلي په افغانستان کې یوازې طالبان نه بلکې، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي، د بهرنیو استخباراتو کسان، غله، بهرني جنګیالي او دې ته ورته نورې ډلې جګړه کوي نو له دې امله دغه جګړه او سولې ته رسېدل هم پېچلي دي. هغه زیاته کړې چې د امریکا او طالبانو خبرې لا تر دې دمه یو ابتدايي پيل دی اوږدې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي چې ښايي ډېر وخت ونیسي. محب وايي افغان حکومت د سولې خبرو ته تیار دی او په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي دي. دده په وینا بین الافغاني مذاکرات چې هر ځای کېږي افغان حکومت پکې ګډون کوي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ټاکنې به تر سولې مخکې ترسره شي ځکه د سولې خبرې خورا پېچلې دي او پایلې ته رسېدل به ډېر وخت ونیسي.





























