افغان ځواکونو په کندوز کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د ملي امنیت له ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی دی. دوی په دې عملیاتو کې پنځلس کسه له یاد زندان ژغورلي دي. د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وایي دغه عملیات په امام صاحب ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. دده په خبره په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ددوی د وسلو او مهماتو یو زیرمتون له منځه وړل شوی دی.





























