په کندهار کې د سپین بولدک-چمن لاره بېرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده. پاکستان تېره ورځ له کوم دلیل پرته د سپین-بولدک چمن لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه. تازه افغان چارواکي وايي چې دغه لاره بېرته پرانیستل شوې ده او د معمول په څېر خلک ورباندې تګ راتګ کوي. په سپين بولدک کې د سرحدي پولیسو کمیسار شریف غرزی وایي خلک اوس پر دغه لار تګ راتګ کوي خو د تېرې ورځې د تړل کېدو لامل یې نه دی روښانه شوی. پاکستان وخت ناوخت په غیر قانوني توګه او له کوم لامل پرته د تګ راتګ لارې تړي چې له امله یې افغان سوداګرو او کاروباریانو ته زیانونه اوړي.





























