سعودي عربستان وايي دوی تیار دي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو پر ضد فتوا ورکړي. د سعودي عربستان د پادشا سلاکار او ددغه هېواد د دارالفتا غړي شیخ سعدالشتري له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې پر عامو افغانانو ټول بریدونه غندي. دده په خبره دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري لري او ستره هیله یې دا ده، چې دغه هېواد ته دایمي سوله او ثبات راشي. نوموړي ویلي د سعودي عربستان دارالافتا تیاره ده چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو پر ضد فتوا ورکړي او په دغه هېواد کې د سولې له راتګ سره پوره همکاري وکړي. ولسمشر غني په دې لیدنه کې دا هم ویلي چې د افغانستان دیني علما به د سعودي عربستان له علماوو سره له نږدې اړیکې وپالي او په خپلو کې به همکارۍ ډېرې کړي.





























