د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي جرمني پرېکړه کړې چې ګڼ نور افغان کډوال به هم له خپلې خاورې وباسي او افغانستان ته یې ستنوي. دده په خبره ټاکل شوې چې راتلونکې چهارشنبه د کډوالو یوه الوتکه کابل ته را ورسېږي. د جرمني حکومت له دوو کلونو راهیسې نږدې اووه سوه افغان کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې لېږلي دي. دغه هېواد وایي په افغانستان کې امنیت تامین دی او وګړو ته یې خطر نه دی متوجه نو ځکه دوی ځينې کډوال بېرته خپل هېواد ته استوي.





























