ډاکټر عبدالله عبدالله وایي په نظامي عملیاتو کې دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وشي. نوموړي چې نن یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې ویلي، په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د افغان ملکیانو تلفات لوړ شوي دي. دده په وینا د افغان ځواکونو لپاره د ملکی وګړو خوندیتوب او ددوی ژوند ته پاملرنه باید د افغان ځواکونو لومړیتوب وي. هغه د ملکي وګړو اوسنۍ مرګ ژوبله د خواشینۍ وړ بللې ده او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې په عملیاتو کې له دقت او پاملرنې کار واخلي. نوموړي د لویو لارو د امنیت د تامین سپارښتنه هم کړې ده او وايي وسله وال طالبان له دغه لارو د عایداتو د سرچینې په توګه کار اخلي. ډاکټر عبدالله په دې غونډه کې پر سوله هم خبرې کړې دي او په خبره یې دوی هیله لري چې روان مذاکرات وکړی شي افغان جګړه ختمه کړي او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.





























