وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به ددغه شبکې مرکزونه او انتونه د وسله والو طالبانو د برید هدف وي. دغې ډلې رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې سلام مخابراتي شبکې د دوی اخطارونو ته پاملرنه نه ده کړې. طالبانو په خپل پیغام کې ویلي چې د دغه شبکې له کارکوونکو، وسایطو او وسایلو سره به وروسته له دې د استخباراتي بنسټونو په څېر چلند کېږي. د طالبانو په پیغام کې سلام مخابراتي شبکه په استخباراتي فعالیتونو تورنه شوې او زیاتوي چې فایبر نوري شبکې ته یې د پرېکولو ګواښ کړی دی. سلام مخابراتي شبکې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر بیا د طالبانو پر دغه خبرداري غبرګون ښودلی دی. فهیم هاشمي وایي د طالبانو خبرداری ددوی د کار خنډ نه شي کېدلی او ددغه شبکې د کارکوونکو او تاسیساتو د امنیت د خوندي کولو ډاډ یې ورکړی دی.