امریکا وایي له طالبانو سره تر هوکړې مخکې او وروسته د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوو. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ پرېږدي. زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټونو کې ویلي ځينې رسنۍ د سولې د هوکړې او روانې پروسې په اړه بې اساسه راپورونه خپروي چې دا د سولې پروسه زیانمنولی شي. دده په خبره امریکا اوس او له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او پر خپلو ژمنو ولاړه ده. خلیلزاد ویلي ځينې مسایل داسې دي چې امریکا له طالبانو سره پر هغو بحث نه کوي او دا به په بین الافغاني مذاکراتو کې تر بحث لاندې نیول کېږي.





























