عودي عربستان له افغانستان سره د سلو ښوونځيو او د کابل حلقوي سړک جوړولو لپاره سل ميليونه ډالره مرسته کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرستې دغه هوکړه وړمه ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او د انکشاف لپاره د سعودي عربستان د صندوق ريیس احمد عقیل الخطیب لخوا لاسليک شوه.
سرچينه زياتوي چې ياد سل ميليونه ډالر به په افغانستان کې د سلو ښوونځیو او د کابل حلقوي سړک پر جوړولو ولګول شي.
د خبرپاڼې له مخې، د انکشاف لپاره د سعودي عربستان د صندوق ريیس ويلي چې په افغانستان کې پر کارموندنې د تمرکز او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د پروژو تمویل ته ژمن دي.
دغه راز ولسمشر غني د انکشاف لپاره د سعودي عربستان د صندوق له ريیس څخه د پروژو د تمویل له امله په مننې ويلي: «زموږ موخه دا ده چې افغانستان د دوامداره سیمه ییزې همکارۍ او اتصال پر مهم مرکز بدل شي».