واشنګټن پوسټ په خپل یوه مطلب کې د افغانستان د سولې روانې پروسې او دلته خونړۍ جګړې ته اشاره کړې ده. سرچینه کاږي امریکا په افغانستان کې ځکه له ماتې سره مخ ده، چې خپلې موخې یې په واضح توګه نه دي تعریف کړې. په مطلب کې راځي چې امریکا په افغانستان کې جګړه کوله خو ددوی موخې مشخصې نه وې او د جګړې تر اوسني حالت پورې هم د دوست او دښمن او دغه راز د خپلو موخو واضح تعریف نه لري. د مطلب لیکوال پر امریکا غږ کوي چې نور دې په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي او د سولې خبرې دې په معقوله توګه پر مخ یوسي. واشنګټن پوسټ لیکي هېڅ امریکايي وګړی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو قربانۍ نه شي هېرولی نو دومره په اسانه دې تېرې لاس ته راوړنې له طالبانو سره په معامله کې له منځه نه وړل کېږي.





























