د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له افغانستان د ځواکونو ایستلو ته بېړه نه لري. ډونالډ ټرمپ چې په فرانسه کې یې د جي اووه هېوادونو په غونډه کې له خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، د سرتېرو د ایستلو لپاره یې هېڅ راز مهالوېش نشته دی او دا بېړه نه لري چې ژر تر ژره دې له افغانستان ووځي. تر دې وړاندې ګڼو رسنیو داسې راپورونه ورکړي چې ټرمپ له افغانستان د ځواکونو ایستلو ته بېړه لري او هڅه کوي په امریکا کې تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې خپل عسکر له افغانستان وباسي. ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې سوله ساتی رول لري او موخه یې دا ده چې دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. نوموړي بیا هم ویلي چې که وغواړي افغان جګړه په څو ورځو کې ګټلی شي، خو ډېرو کسانو ته به مرګ ژوبله واوړي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم په قطر کې د طالب استازو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه لوري د هوکړې لاسلیک ته د نږدې کېدو خبره کوي.





























