که ټرمپ غواړي چې امریکا بیا د ترهګرو د برید ښکار نه شي نو په افغانستان کې دې خپل نظامي حضور وساتي. یو امریکايي سیاستوال او د بهرنۍ پالیسۍ متخصص جیمز جې وايي افغانستان همدا اوس د سیمه ییزو رقابتونو په ډګر بدل دی نو د امریکا تر وتلو وروسته دغه رقابتونه لا ډېرېږي او د ترهګرو ډلو د پياوړتیا سبب ګرځي. دده په وینا دا ښه ده چې په افغانستان کې سوله وشي خو د امریکايي ځواکونو حضور به په دغه هېواد کې نه یوازې د کورنیو جګړو بلکې د سیمه ییزو رقابتونو د کنټرول جوګه هم شي. دده په خبره همدا اوس هند او پاکستان په افغانستان کې له یو بل سره ستونزې لري، نو همدا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي دغه دوه هېوادونه به په بین الافغاني مذاکراتو کې مداخله پيل کړي او د جګړې د اوږدېدو سبب به شي. نوموړي د امریکا پر حکومت غږ کړی چې ددغه هېواد د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره دې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په برخه کې بېړه نه کوي.





























