ملي دفاع وزارت وایي په نږدې راتلونکې کې به په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پيل کړي. ددغه وزارت ویاند ویلي چې دمګړی په ځينو شمالي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات روان دي خو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ددغه عملیاتو د پيلېدو خبر ورکوي. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي چې خلک به په نږدې ورځو کې په امنیتي وضعیت کې د ستر بدلون شاهدان وي. دده په وینا د ترهګرو ډلو او وسله والو طالبانو پر ضد تهاجمي بریدونه به ددوی مرکزونه او ځالې له منځه یوسي. ملي دفاع وزارت داسې مهال د طالبانو پر ضد د تهاجمي عملیاتو او بریدونو خبر ورکوي چې دغه ډله په قطر کې له امریکايي چارواکو سره په خبرو لګیا ده او ټاکل شوې چې تر دې خبرو وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پيل شي.





























