د کونړ چارواکي وایي د دې ولایت پر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د توغندیو توغول په وقفه یي ډول دوام لري. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ویلي، لږ تر لږه ۲۶ توغندي د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لوري د دې ولایت پر شلتن ولسوالۍ توغول شوي دي. دده په وینا په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. د کونړ چارواکي وایي په تېره یوه میاشت کې تر ۷۰۰ ډېرې د هاوان مرمۍ او توغندي د پاکستان له خاورې د کونړ پر سرحدي ولسوالیو په تېره په شلتن ولسوالۍ کې لګېدلي دي. د دوی په خبره په دې بریدونو کې څلور تنه ټپیان او ځیني کورونه ویجاړ شوي.





























