استرالیا وايي همدا چې شرایط مساعد شي په افغانستان پانګونه کوي. په کابل کې د استرالیا نوي سفیر جیوفري پیټر د ماليې له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هېواد یې په بېلو برخو کې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه اخیستې ده او خپلې همکارۍ ته به ادامه ورکوي. د پيټر په خبره همدا چې شرایط مساعد شي استرالیا خورا لېواله ده چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دغه هېواد سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري. دده په وینا په افغانستان کې ډېر داسې محصولات شته دي چې استرالیا یې د واردولو لېوالتیا لري او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره پر همکاریو خبرې وکړي. د استرالیا سفیر ژمنه کړې چې د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزه او تحصیلي وده کې به همکاري کوي. د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي هم ویلي چې استرالیا د افغانستان ښه ملګری هیواد دی او په مهمو وختونو کې یې په مهمو ځایونو کې له افغانستان سره د همکارۍ او مرستې اوږه ورکړې ده.