د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د انارو ١٧ ډولونو ښې پايلې او حاصلات ورکړي چې ترې څه باندې ٢٤ زره ټنه انار تر لاسه شوي دي.
خو بل لور ته بيا بڼوال شکايت کوي چې د انارو د روزلو په برخه کې حکومت له دوى سره اړينه همکاري نه ده کړې.
د دغو بڼوالو له ډلې څخه د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاب شاه پژواک ته ويلي: «ډېر حاصل مو ترې تر لاسه کړى، خو څه وکړو چې هېڅ بازار نه لري، حکومت نه په دې او نه هم د روزلو په برخه کې يې همکاري کوي».
دغه راز په دغه ولايت کې د مېوه لرونکو کسانو ټولنې مشر احمدشاه پژواک ته ويلي چې په دغه ولايت کې د انارو ٣٠ ډولونه تجربه شوي چې ١٧ يې ښه حاصلات ورکړي دي.