امریکا وایي دوی په افغانستان کې دایمي حضور نه غواړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په انډیانا ایالت کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه په یوه غونډه کې ویلي، دوی څومره ژر چې ممکن وي او څومره سرتېري چې ممکن وي له افغانستان وباسي. د پمپیو په خبره له یوه کال راهیسې یې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړې دي او په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي. پمپیو وایي دوی په افغانستان کې ددایمي حضور پلویان نه دي نو غواړي خپل ځواکونه د افغانستان له اوږدې جګړې را وباسي. هغه د سولې په اړه هم ویلي، امریکا به ځان ډاډه کړي چې یو ځل بیا افغانستان د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي او روانه جګړه به ختمېږي. نوموړي دا هم ویلي چې ولسمشر ټرمپ هر څه کنټرولوي او د سولې د خبرو پایله به مثبته وي.





























