د پاکستان د کابینې یو شمېر غړو رسنیو ته ویلي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان غواړي افغانستان ته د هند تللې ځمکنۍ لارې وتړي او پر خپل حریم د هند پر پروازونو بندیز هم ولګوي. سرچینې ویلي دمګړی د پاکستان حکومت ددغه مسئلې پر حقوقي اړخ کار پیل کړی دی او تر ارزونو وروسته به عمران خان دغه پرېکړه وکړي. پاکستاني حکومت ویلي دوی به اجازه ور نه کړي چې هندي توکي د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي. پاکستان ددغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه هېواد تل سوداګري او سوداګریزې لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارولې دي او په دې توګه یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیانونه اړولي دي.