د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وایي، هېواد یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال دغه راز له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ټرمپ ویلي و، دوی له سوریې د خپلو سرتېرو په ایستلو کې جدي دي او له افغانستانه به هم خپل سرتېري وباسي وویل، د سوریې او افغانستان وضعیت ډیر توپیر لري، دوی په افغانستان کې هم تر ډېره وخته د پاتې کېدو لیوال نه دي خو په وینا یې، افغانستان کې د سرتېرو هر ډول کمښت له طالبانو سره د سولې تړون پورې تړلی دی. نوموړي وویل، دوی په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده، له افغان ملګرو سره د همکارۍ اوږدمهاله ژمنتیا لري، افغان او امریکایي ځواکونو د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره قرباني وکړې ده، نو دوی به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې وي څو چې یې دا باور نه وي ترلاسه کړی چې دا هېواد بیا د ترهګرو په خوندي ځاله نه بدلېږي.





























