امریکا د خپلو ټولو عسکرو د احتمالي وتلو لپاره یو بېړنی پلان جوړ کړی دی. امریکايي رسنۍ په پنټاګون کې د خپلو سرچینو په حواله لیکي چې په سوریه کې د عسکرو په اړه د ټرمپ پرېکړې دې ته اړ کړي څو له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه یو مخکینی پلان ولري. دغه سرچینې ویلي چې ښایي ټرمپ په ناڅاپي توګه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او پنټاګون ته څو اونۍ وخت ورکړي، نو دوی به مخکې له مخکې پلان ولري. د پنټاګون چارواکو ویلي چې له افغانستان د ټولو عسکرو د ایستلو پلان له سپینې ماڼۍ سره په ګډه جوړ شوی دی. امریکایي رسنۍ داسې مهال دغه راپورونه ورکوي چې د امریکا ددفاع وزیر افغانستان ته راغلی و او ټینګار یې وکړ ،چې سرتېري به یې ۸۶۰۰ کسانو ته راکموي. خو هغه وویل سرتېري به هغه وخت کمېږي چې طالبان سوله وکړي.





























