پاکستان وایي د اکټوبر په پنځه ویشتمه په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوو. پاکستاني چارواکو ویلي دوی ته د مسکو له لوري بلنه ورکړل شوې ده او ټاکل شوې دغه غونډه د روانې میاشتې په پنځه ویشتمه جوړه شي. په غونډه کې پاکستان، امریکا، چین او روسیه ګډون کوي. دوی به د افغان سولې پر بیا پیل او په هېواد کې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کوي. پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی به د یادو هېوادونو سره یو ځای د افغان جګړې پر پای ته رسېدو او دلته د سولې پر راتګ خبرې وکړي. پاکستان داسې مهال د مسکو په غونډه کې ګډون کوي چې دغه هېواد تل د افغانستان پر وړاندې دوه مخی چلند کړی دی. دغه هېواد د افغان حکومت او نورو نړیوالو بنسټونو له لوري د ترهګرۍ په ملاتړ، روزنه او تجهیز تورن دی.





























