د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نږدې دوه میاشتنۍ دمې وروسته یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد او ورسره ملګری پلاوی یې د بروکسل، پاریس او مسکو پر سفر روان شوی دی. په اعلامیه کې راغلي، زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتونو له استازو سره ګوري. دوی به پر دې غږېږي چې څه ډول په افغانستان کې د سولې لپاره له پیل شویو هلو ځلو سره مرسته وشي. د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې بروکسل کې یې له خلیلزاد سره کتلي او هغه ورته د افغان سولې بهیر په اړه توضیحات ورکړل. سټولټنبرګ لیکلي، ناټو د افغانستان ملاتړ او په دې هېواد کې د یوه سوله ییز جوړجاړي لپاره د زمینې برابرولو ته ژمنه ده. خلیلزاد به همدا راز په مسکو کې له روسي او چینایي چارواکو سره ویني او د افغان جګړې په ختمېدو کې د درې واړو هېوادونو پر شریکو ګټو به خبرې کوي.





























