نامعلومو وسله والو د غزني د استیناف څارنوالۍ اجراییوي مدیر مجتبی حنیفي په ډزو وژلی دی. د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، چې نوموړی مدیر تېره شپه خپل کور ته پر لاره وو، چې په دویمه امنیتي حوزه کې د وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی. تر دې مهاله د دغه پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د یادونې وړ ده چې وړمه شپه د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو پخوانی جهادي مشر هم د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی و. په دې وروستيو كې په هېواد كې د ترور پېښې زياتې شوي او هېوادوال له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات وكړي.





























