د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه ادعاوي ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګزیب نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې قلفونه نه دي مات شوي او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره ولاړ شي او هر څه له نیږدې وګوري. نوموړي وویل، چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده کړو ودانۍ دهلیز کې ځای پرځای شوي او “ددې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسولینو په شتون کې پرانستل شوې ده.”د کورنیو چارو وزارت هم په ټاکنیز بهیر کې د پولیسو هرډول مداخله رد کړې ده. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم پرون ادعا وکړه چې د ټاکنو کمیسیون ډیجیټال سنټر مهرولاک مات شوی. ددغه ټیم یوه غړي علي احمد عثماني وویل، په دې کار کې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم کسان هم شامل وو. عثماني د ټاکنو کمیسیون د امنیتي سلاکار او همداراز د دارالانشاء د مشر حبیب الرحمن ننګ د دندې د ځنډیدو غوښتنه وکړه.





























