د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قلفونو د ماتېدو او مداخلې په اړه د ځینو ټاکنیزو ټیمونو ادعا رد کړه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د ثبات او همپالنې ټیم تور پورې کړی چې د ځانګړو پولیسو یوه ډله ډيجیټل سنټر ته ننوتې ده او یو قلف یې مات کړی دی. خو یاد کمېسیون بیا دغه تورونه رد کړل او هغه یې بې بنسټه وبلل. بلخوا ځینې څارونکي بنسټونه بیا وایي چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې اختلافات موجود دي او دغه اختلافات د جدي اندېښنو سبب ګرځي.
وړمه ورځ د ثبات او همپالنې ټیم په کابل کې یو خبري کنفرانس درلود او ټینګار یې کاوه چې کمېسیون د خلکو رایې ته درناوی نه کوي او په دغه کمېسیون کې لاسوهنې روانې دي. دوی تور پورې کړ چې یو ځانګړی ټاکنیز ټیم پخپله ګټه فعالیتونه تر سره کوي او کمېسیون یې پر وړاندې اقدام نه کوي. د ثبات او همپالنې ټیم دا هم وویل، چې د ځانګړو پولیسو یوه قطعه په ټاکنو کمېسیون کې ده او دوی دری شپې وړاندې د کمېسیون د ډيجیټل سنټر قلف مات کړی او هلته یې لاسوهنې کړې دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دغه ادعاوو غبرګون وښود او هغه یې بې بنسټه وبللې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه کمېشنر اورنګزیب وویل، چې په دغه کمېسیون کې ټول کارونه د مقررو او قوانینو له مخې مخ ته روان دي او هېچا ته په هېڅ برخه کې د مداخلې حق نه ورکول کېږي. د ده په خبره، ټاکنیز ټیمونه دې د خلکو اذهان نه مخشوشوي او بې اساسه څرګندونې دې نه کوي. اورنګزېب وویل: ((موږ ټول فعالیتونه په شفافه توګه د قوانینو له مخې تر سره کوو. امنیتي ځواکونه له موږ سره همکار دي. دلته ځانګړې امنیتي ډلې شته دي چې د کمېسیون د ټول امنیت مسوول دي او ټول باوري خلک دي. د قلف د ماتېدو خبره بې اساسه ده)).
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا هم وویل، چې د ثبات او همپالنې ټیم ځینې استازي ورغلي، قلفونه یې کتلي او قناعت یې حاصل شوی دی. بلخوا د ثبات او همپالنې ټیم بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ټاکنو کمېسیون د یو لوري پلویتوب کوي او تر ډېره حقایق له ولس څخه پټوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا هغه برخه چې غیر حساس ټاکنیز مواد پکې دي او قلف یې د سرتېرو د ځای پر ځای کولو لپاره مات شوی، رسنیو ته ښودلې ده.
بلخوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ اختلافات رامنځ ته شوي او دا اختلافات د مشرتابه تر کچې رسېږي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا مشر یوسف رشید ویلي، دا چې دوی د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه یوې پایلې ته نه رسېږي، دا ثابتوي چې په خپلو کې اختلافات لري. رشید وايي: ((دا چې نه سره جوړېږي چې لومړنۍ پایلې څه وخت اعلان کړي، د اخلافاتو په مانا ده. دوی تر دې دمه واحد نظر نه لري)).
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده بیا وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي په ځینو برخو کې سره اختلافات لري او همدې اختلافاتو ټاکنیزو ټیمونو ته موقع برابره کړې، چې له وخته ناوړه ګټه واخلي. د ده په خبره، دا اختلافات پر ټاکنو او د هېواد پر روان وضعیت منفي تاثیرات لري چې باید ژر تر ژره ختم کړل شي. ایوب زاده وايي: ((دا اختلافونه کولای شي منفي تاثیرات ولري او د کمېسیون باور تر پوښتنې لاندې راولي. دا اختلاف په پای کې انتخاباتي ټیمونو ته زمینه برابروي چې د ځان په ګټه ترې استفاده وکړي)).
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اړه دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې لا هم د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو برخلیک نه دی روښانه شوی او لا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا نه دي ویلي چې لومړنۍ پایلې به څه وخت اعلانوي.





























