امریکايي سناتور مایکل والتز وایي افغان حکومت باید د سولې یو لوری وي او د سولې اړوند ټولو مذاکراتو کې باید شریک کړل شي. نوموړي دغه راز ویلي چې له طالبانو باید قوي ضمانت واخیستل شي چې دوی به جګړه نه کوي او له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کوي. والتز دا هم ویلي چې د یوې رښتینې سولې لپاره اوربند تر هر څه اړین دی نو د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره اوربند باید لومړنی او مهم شرط وي. نوموړي ویلي اوس تر هر څه وړاندې د ټاکنو د روان بهیر مدیریت کول مهم دي او د نوي حکومت په راتګ د سولې لپاره لا پیاوړي ګامونه اوچتېدلی شي. والتز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور دوام د امریکا او افغانستان په ګټه بللی دی او ټینګار یې کړی چې په وتلو کې بېړه د ټولو په زیان ده.





























