په کابل کې د روسیې سفارت وایي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي نو نړیوالو ته په کار ده چې د سولې په راتګ او د جګړې په پای ته رسولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. دده په وینا په افغانستان کې نړیوال ترهګر موجود دي او هڅه کوي له دې ځایه په استفادې سیمه نا امنه کړي چې ددغه ډلو ځپل هم د نړیوالو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري. روسیه وایي دوی په افغانستان کې د سولې له هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي. روسیې داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو به دغه هېواد د افغانستان په اړه د سولې د یوه کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې روسیه، چین، پاکستان او امریکا ګډون کوي.





























