د راپورونو له مخې دوی به تر ډېره د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو بحثونه کوي او دغه راز به دلته د ترهګرۍ پر روانه مبارزه خبرې کېږي. د ناټو سازمان یوه ویاند پیرز کزالي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، ناټو او ملګري یې پر دې خبرې کوي چې څنګه وکړی شي د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او په افغانستان کې د ترهګرۍ روانه جګړه بریالۍ کړي. دوی همدا راز پر دې هم خبرې کوي چې افغان ځواکونه باید تر دې هم پياوړي شي څو وکړی شي په سیمه کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. د ناټو ویاند ویلي که د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بیا پيلېږي دوی به یې هرکلی کوي او د ناټو په دې غونډه کې به یې د ملاتړ په اړه بحثونه وشي.





























