اروپايي هېوادونه او امریکا دې د بین الافغاني خبرو له لارې د سولې له تامین سره همکاري ډېره کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په بروکسل کې د امریکا، اروپايي ټولنې، برېتانیا، فرانسې، جرمني، ایتالیا او ناروې د وروستۍ غونډې او پرېکړه لیک هرکلی کړی دی. دده په خبره روانه جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او یاد هېوادونه کولی شي په دې برخه کې ډېره همکاري وکړي. دده په وینا اروپايي هېوادونه او امریکا باید د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې په تامین کې خپله همکاري ډېره کړي. دغه غونډه تېره ورځ په بروکسل کې جوړه شوې وه چې په پای کې یادو هېوادونو یو پرېکړه لیک هم صادر کړ. په پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي وو، چې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال اوربند وکړي. همدا راز پر ولسمشر غني او اجرایه رییس هم غږ شوی دی، چې د سولې د مذاکراتو لپاره دې ژر تر ژره پر یوه هر اړخیز، ټولمنلي او ملي مرکچي پلاوي سره سلا شي.





























