امریکا وایي تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې لري. په ناټو کې د امریکا استازې کې بیلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ژمن دي. د نوموړې په خبره امریکا تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره مالي سرچینې په واک کې لري او ددغه پوځ پیاوړتیا ته متعهد دي. نوموړي د ټاکنو د امنیت په تامین کې هم د افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي او په خبره یې په روان تاوتریخوالي کې د افغان پوځیانو اقدامات د ستایلو وړ دي. بیلي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې نن په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع د وزیرانو غونډه جوړېږي. په دغه غونډه کې تر ډېره پر سوله، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او روزنه بحثونه کېږي.





























