د عامې روغتیا وزارت د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو ۱۹ مثبتې پيښې ثبت کړي او په افغانستان کې یې د دغو پېښو زیاتېدل د اندېښنې وړ بللي دي. د عامې روغتیا وزارت معینې ماموسي زیور تېره ورځ د پولیو نړیوالې ورځې په مناسب جوړ شویو مراسمو کې وویل چې د پولیو ویروس اوسمهال د کندهار، هلمند، ارزګان، کونړ او ننګرهار ولایتونو پورې محدود شوی دی. د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې سږ کال په ارزګان کې د پولیو اته مثبتې پیښې، په هلمند کې پنځه، کندهار کې درې، او د پکتیکا، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د پولیو یوه یوه پېښه ثبت شوې ده. چارواکي وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو ازاد تګ راتګ د دغو ېېښو د زیاتېدو یو عمده لامل ګڼل کیږي. تر اوسه د پولیو مثبتې پیښې یواځې په پاکستان او افغانستان کې ثبت شوي او هغه نړیوال سازمانونه چې د پولیو خلاف مبارزه کې فعالیت لري هیله ښيي چې په راتلونکو څو کلونو کې به نړۍ له پولیو څخه پاکه شي.





























