په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې یوازې هغه کسانو ته به ویزه ورکوي چې سخته اړتیا ورته لري. سفارت په یوه خبرپاڼه کې له افغانانو غوښتي چې په سړه هوا کې له بېړنۍ اړتیا پرته د پاکستان کونلسګریو ته ورنشي. د پاکستان سفارت تېره ورځ ویلي، روان وضعیت ته په کتو د افغانانو لپاره به د ویزې ورکړه کې کموالی روالي، خو هغو کسانو ته به ویزه ورکوي چې سخته اړتیا ولري. د پاکستان ویزې اخیستونکي کسان وايي، د پاکستان له لوري نوې پریکړه به ستونزې لا ډېرې کړي. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزو د ورکړې په اړه محدودیتونه لګولي وو او اعلان یې کړی و چې یوازې د پاخه عمر لرونکو، ناروغانو او ښځو ته به ویزې ورکوي. د پاکستان سفارت د خبرپاڼې له مخې په تېرو ۹ میاشتو کې یې افغانانو ته څلور لکه او پنځوس زره ویزې ورکړې دي.





























