ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو د تخار ولایت درقد ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو ونیوله. افغان چارواکي وايي، دغو عملیاتو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د تخار د والي ویاند جواد هجري وویل، چې افغان ځواکونو سهار وختي د درقد ولسوالۍ ودانۍ ونیوله. د ځانګړو ځواکونو قول اردو وايي، چې دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي. افغان ځواکونو له دې مخکې د تخار بهارک او خواجه غار ولسوالۍ هم له طالبانو ونیولې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























