د ناټو دفاع وزیران او شریکان یې نن په بروکسل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا او په دې هېواد کې د سولې پر بهیر بحث کوي. ناټو وايي، په افغانستان کې به خپل هغه ماموریت ته چې د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشوره ده، دوام ورکړي. د سولې له بهیره د ملاتړ تر څنګ به د ناټو دفاع وزیران او شریکان یې د خپلې غونډې په دویمه ورځ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او تمویل پر لارو چارو هم خبرې وکړي. تمه کېږي چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم په دې غونډه کې برخه ولري. د افغان ځواکونو لګښتونه په کلني توګه شااوخو پنځه میلیاردو ډالرو ته رسېږي چې ډېره برخه یې د امریکا متحده ایالات برابروي. د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم د بروکسل د غونډې له ګډونوالو څخه دی.





























