د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، د کابل تر سفر وروسته ویلي، خوښه ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د پایلو د منلو ژمنه کړې ده. ویلز په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په کابل کې يې د رایو پر شفافو او با اعتماده پروسس او همداراز د ټاکنو د ادارو پر وړتیا ټینګار کړی، څو پرته له فشار او مداخلې څخه دغه لړۍ پرمخ لاړه شي. ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تیرې شنبې په ورځ اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسیون د تخنیکي ستونزو او د شفافیت د رامنځته کولو په موخه د پایلو اعلان وځنډاوه.





























