د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په سمنګان او نیمروز ولایتونو کې د وسله والو نښتو او مخالفینو د ګواښونو له امله ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. اوچا په یوه راپور کې ویلي، چې د یادو روغتیايي مرکزونو له ډلې ۱۹ یې په سمنګان او شپږ نور یې په نیمروز ولایت کې تړل شوي دي. راپور وايي، چې د یادو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله په سمنګان کې ۱۸۰زره او په نیمروز کې ۸۰ زره کسان له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې همدارنګه ویلي، چې تېره اونۍ په زابل ولایت کې هم د وسله والو ګواښونو له امله پنځه روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې بېرته پرانیستل شول. اوچا همدارنګه ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې په شمال کې د وسله والو نښتو له امله ۶زره کسان له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.





























