د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر ۱۹مې نېټې له ایران او پاکستان څخه درې لکه ۹۲زره او ۲۲۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان وايي، په روان کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳لکه ۷۴زره ۸۶۰ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوې ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان نن په یوه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ څخه بیا تر دې مهاله یولک ۶۲زره او ۹۳۱ افغان کډوال له ایران څخه په داوطلب او دوه لکه ۱۱ زره او ۹۲۹ تنه نور په زوره ایستل شوي دي. راپور وايي، چې د روانې اکتوبر له ۱۳مې نېټې څخه بیا د یادې میاشتې تر۱۹مې نېټې ۷۶۸۵ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۲۹۱۶ یې پخپله خوښه او ۴۷۶۹ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.





























