د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومټریک اطلاعاتو درلودونکو رایو د چاڼ بهیر چې د درملوک کمپنۍ له خوا پیل شوی، د نن ورځې تر مازدیګره پورې پای ته رسېږي. د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چې په دغه بهیر کې هغه رایې چې د ګوتې په دوه ځلي لګولو، تکراري عکس، د سهار له اوو بجو مخکې او ماښام له پنځو بجو وروسته او هغه رایې چې د کم عمره کسانو له خوا استفاده شوې دي، د واقعي رایو له منځه به بېلې شي.نوموړی وايي، چې د بایومټریکي اطلاعاتو درلودونکو رایو د چاڼ بهیر تېره ورځ هم دوام درلود او ټاکل شوې ده د نن ورځې تر مازدیګره پای ته ورسېږي.





























