د امريکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي، واشنګټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جوړښت اصلاح کولو او د ځواکونو دوامداره ساتلو په لټه کې ده. نوموړي دا خبره په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دويمه ورځ وکړه او ټينګار يې وکړ چې ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمنه ده. اسپر زیاته کړه، چې د ناټو متحدانو او د افغانستان حکومت سره په افغانستان کې د ځواکونو جوړښت ته د اصلاح ورکولو په مسلو خبرې شوې دي. هغه زیاته کړه د تاوتریخوالي کمول د سولې د پروسې د بیا پیل لپاره اړین دي. له دې وړاندې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم ياد ټکي ته اشاره کړې ده. مارک اسپر همداراز وويل، طالبان بايد پوه شي چې دوی د جګړې له لارې نه شي بريالي کېدای.





























