ولسمشر محمد اشرف غني د ناپییلتوب غورځنګ د غړو هیوادونو د مشرانو اتلسمې غونډې د پرانيستې په مراسمو کې وویل افغانان د سولې د بهیر د مشرۍ اخیستلو ته چمتو دي. غني وویل افغانان چمتو دي چې د سولې د بهیر مشري او مالکیت واخلي او افغانستان به د نړیوالو شریکانو په همکاري د سولې بهیر پرمخ یوسي چې د تل پاتې سولې لامل شي. د نوموړي په وینا که طالبانو او ملاتړو یې د دوی د سولې وړاندیز منلی وای، اوس به په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو شمیر کم شوی وای.غني وویل افغانستان د سیمې او نړۍ د نیابتي جګړو، او نابلل شویو عناصرو کوربه ندی او افغانان ددې حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي. د آزربایجان په باکو کې د عدم انسلاک په اتلسمه غونډه کې د نړۍ ۱۶۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و، دا ځل ددغې غونډې مشري د آزربایجان په غاړه وه.





























