پخواني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کې د افغان سولې پروسې په اړه د روسیې فدراسیون، متحده ایالاتو، د چین د خلکو جمهوریت او پاکستان تر منځ د څلور اړخیزې مشورتي غونډې هرکلی کړی دی. حامد کرزي د افغانستان د سولې له پروسې څخه د هیوادونو ملاتړ، په هیواد کې د تاوتریخوالي او وینو تویدلو د مخنيوي په هکله د دوی د ټینګار او همدا راز په بیجینګ کې د بین الافغانی غونډې لپاره د دوی د ملاتړ ستاینه کړې ده. پخواني ولسمشر د روسیې فدراسیون د هغو هڅو ستاینه هم کړې، چې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانسونه جوړوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په خاطر د افغانانو ترمنځ بین الافغاني غونډو ته لاره هواروي.





























