واشنګټن ایکزماینر نشریه د افغان سولې په اړه په یوه اوږده مقاله کې لیکي چې په دوحه، مسکو، چین او یا بل هېواد کې پر افغان سوله د افغانانو له مالکیت او حضور پرته خبرې جګړه نه شي ختمولی او سوله نه شي راوستلی. په لیکنه کې راځي چې دلته روانه جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او ددې خبرو مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي. سرچینې ویلي چې د روانو اقداماتو په لړ کې افغان حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې پيل کړي چې له دې پرته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوسنی ماموریت بریالی کېدای نه شي. په مطلب کې راځي چې که امریکا یوازې له طالبانو سره په خبرو بوخته وي او بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل نه شي نو د افغانستان د روانې جګړې دایمي پای ته رسول او دلته د ثبات راوستل به ګران کار وي.





























