د ولسي جرګې غړي وايي د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یو غیر مسوول وسله وال قومندان عام وګړي ځوروي او شخصي زندانونه لري. د ولسي جرګې غړي عبیدالله کلیمزي د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې قومندان علي پور د بهسودو په ولسوالۍ کې فعالیت لري، غیر مسوول وسله وال قومندان دی، شپږ سوه کسه غیر قانوني وسله وال لري او د عامو وګړو په ځورونه او وژنه لاس پورې کوي. دده په وینا نوموړی کس شخصي زندانونه لري، د خلکو مال او پیسې لوټوي او عام وګړي یې په زندانونو کې وژلي او ځورولي دي. د کلیمزي په وینا حکومت باید ددغه غیر مسوول وسله وال پر وړاندې جدي اقدام وکړي او د فعالیتونو مخه یې دې ونیسي. د ولسي جرګې دغه غړی وايي علي پور په دې وروستیو ورځو کې یو کس په شخصي زندان کې وژلی دی. دده په وینا دغه کس له بامیانو میدان وردګو ته پر لار و، چې د علي پور کسانو نیولی، څلور میلیونه افغانۍ یې ترې اخیستې، زنداني کړی یې دی او وروسته یې په زندان کې وژلی دی. علي پور په مرکزي سیمو کې غیر مسوول وسله وال قومندان دی چې څه موده وړاندې افغان حکومت ونیو خو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په امر له زندان خوشی کړل شو.





























