په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې چې په بروکسل کې یې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و، وايي ناټو د افغانستان ملاتړې ده او خپل دې ماموریت ته ادامه ورکوي. دده په خبره د ناټو ددفاع وزیرانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او تر څنګ به یې د افغان ځواکونو ملاتړ او پياوړتیا ته هم جدي پاملرنه کېږي. نیکولاس کې همدا راز وايي چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته کلکه ژمنه ده او تر هغه چې دې هېواد ته سوله نه وي راغلي د ترهګرۍ ضد جګړه به هم روانه وي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د ناټو له لوري د اصلاحاتو او فساد د له منځه وړلو په اړه شوې سپارښتنې افغان حکومت عملي کړي او د فساد رېښې وباسي.





























