د هېواد د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له درېدو وروسته د دې ډلې په دریځ کې بدلون راغلی دی او اوس هغوی خپله د دې خبرو د بیا پیل غوښتنه کوي. خالد د ناټو غړو هېوادونو تر ناستې وروسته یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، طالبان باید دا ځل په سړه سینه خبرو ته کېني او هغه فکرونه له سره لرې کړي چې دوی په تېر دور مذاکراتو کې درلودل. هغه زیاته کړې، د دوی ټوله هڅه دا ده چې د سولې تر تړون مخکې یو سراسري اوربند ټینګ شي. نوموړي ویلي، له اوربند پرته د سولې هیڅ ډول تړون امکان نه لري. خالد دغه راز یو ځل بیا پر پاکستان تور پورې کړی چې له طالبانو ملاتړ کوي او د دې ډلې ټول عملیات د کرښې له پورې غاړې کوټې څخه رهبري کېږي.





























