د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي دوی کار پیل کړی دی چې په چین کې د افغان سولې په اړه د کېدونکې غونډې لپاره تیاری ونیسي. ددغه وزار ویانده ناجیه انوري وایي دغه غونډه ځنډول شوې او حکومت باید خپل استازي ورته ولېږي. د نوموړې په وینا حکومت کار پیل کړی چې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د وړ کسانو لېست برابر کړي او دغه لېست چین ته وسپاري. ټاکل شوې وه چې په نږدې ورځو کې په چین کې د افغان سولې په اړه غونډه وشي خو دغه غونډه تر نامعلومې نېټې ځنډېدلې ده. په غونډه کې باید د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو استازي ګډون وکړي. طالبانو لا وار د مخه په دغه غونډه کې خپل ګډون تایید کړی دی. افغان حکومت هم وايي دوی د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې افغانان سولې ته رسوي.





























