ولسمشر غني وایي د افغانستان یو شمېر ګاونډیان د ارضي تمامیت اصولو ته درناوی نه کوي. افغان ولسمشر په تازه څرګندونو کې د کوم هېواد د نامه له اخیستو پرته ویلي چې د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه د ارضي تمامیت او نورو نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کوي چې نړیواله ټولنه یې باید پر وړاندې اقدام وکړي. دده په خبره د افغانستان په ګاونډي هېواد کې ترهګر روزل کېږي، طالبانو ته پناه ورکول کېږي او له هغه ځایه پر افغان خاوره حملې کېږي چې دا هر څه د نړیوالو قوانینو نقض دی. ولسمشر په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو پاکستان هغه هېواد دی چې افغان حکومت یې د ترهګرو ملاتړی بولي او پر افغان خاوره بریدونه کوي.





























