پاکستاني حکومت تېره ورځ د جمعیت علمای اسلام د یو تن غړي حافظ حمدالله تابعیت له دې امله ختم کړ چې ګوندې هغه افغان دی او رسنیو ته امر شوی دی چې هغه خپلو مرکو ته ور ونه غواړي. له دې اقدام وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د (زه هم افغان یم) په نوم هشټګ جوړ شوی او په زرګونو پښتنو فعالینو د حافظ حمدالله په پلوي لیکنې کړې دي. فعالانو پاکستان ته پیغور ورکړی دی چې که چېرته د افغان نوم ورباندې بد لګېږي نو ټول هغه میزایل دې هم ختم کړي چې د ابدالي او غزنوي په نومونو یې نومولي دي. د پښتون ملت پال ګوند غړي اکمل خان د محمود خان اڅکزي دا وینا خپره کړې ده چې، د شناخته کارډ تر ختمولو وروسته به رانه پوښتنه کوې چې له کوم ځایه راغلی یې؟. کله چې انګریز نه و هم، پښتانه همدلته اوسېدل، هغه مهال چې د پاکستان په نوم هیڅ هېواد موجود نه و، هم دوی افغانان وو او افغانان به پاتې کېږي.





























