د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې د جنوبي اسیا په چارو کې د ولسمشر ټرمپ مرستیالې لیزا کورټیس او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ګډون درلود، دواړو لوریو تلپاتې سولې ته د رسېدو پر څرنګوالي او دغه راز پر تېرو ولسمشریزو ټاکنو خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي، دواړو لوریو افغان سوله د افغانانو او امریکا لپاره لومړیتوب بللې او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګار کړی دی. خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ د رڼو پایلو پر اعلان هم ټینګار کړی دی.





























