ټاکنو کمیسیون وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي. د یاد کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې به د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان کړي. هغې زیاته کړې، دوی دا پرېکړه د چا د فشار له امله نه، بلکې د ټاکنو پایلو کې د روڼوالي پر بنسټ کړې ده. نورستانۍ زیاته کړې، روڼتیا تر سرعت مهمه ده او دوی له دې امله چې شفافیت د سرعت قرباني نه شي د ټاکنو پایلې یې ځنډولې دي. ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، د یاد کمیسیون د مهالوېش پر بنسټ ټاکل شوې وه چې وروستۍ پایلې یې د روانې لړم میاشتې په ۱۶مه نېته اعلان شي خو اوس د ټاکنو کمیسیون د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د لړم میاشتې ۲۳مه نېټه ټاکلې او د وروستیو پایلو د اعلان په اړه یې هیڅ معلومات نه دي ورکړي.





























